د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور خبریالانو د رسنیو مالکانو خلاف مظاهره وکړه


د پېښور خبریالان
د پېښور خبریالان

پېښور ـ د پېښور خبریالانو د ګل په ورځ په پېښور کې مظاهره وکړه. د مظاهرې تابیا د خبریالانو ټولنې « خېبر یونین » کړې وه او دوی د بیلا بېلو ادارو لخوا له دندو د خبریالانو د لرې کولو غندنه کوله.

د پېښور خبریالانود ګل په ورځ لومړی د اسمبلۍ د غونډې نه بایکاټ وکړ، د باندې راووتل او بیا یې د پریس کلب مخې ته د مظاهرو پر مهال د رسنیو د مالکانو خلاف شعارونه ورکړل.

د خبریالانو د ټولنې مشر سیف الاسلام سیفي مشال راډیو ته وویل، د پاکستان یو لوی میډیا ګروپ تېره ورځ خواوشا ۸۰ خبریالان او ملازمین له دندو لرې کړي چې د ده په وینا دا ډېره د تشویش وړ خبره ده.

((د اخبارونو او تلویزونونو مالکان په بېلا بېلو بهانو خبریالان له نوکریو لرې کوي. اصلا دا د صحافت خلاف یو لوی سازش روان دی. ))

د پېښور خبریالانو تر دې وړاندې هم دا موضوع پورته کړې وه او یو احتجاجي کېمپ یې هم لګولی وو خو بیا په صوبايي اسمبلۍ کې د یو قرارداد وروسته دوی خپل احتجاجي ناسته ختمه کړې وه.

د پېښور خبریالان وايي د ګل د ورځې احتجاج یې په دې موخه کړی چې حکومت د رسنیو په مالکانو فشار واچوي چې خبریالان دې هېڅ بې هېڅه له دندو نه لرې کوي. دوی وايي که حکومت یې غږ وا نه ورېد نو دوی به د حکومت خلاف هم احتجاج وکړي.

د پېښور پریس کل پخواني سکرتر شهاب الدین مشال راډیو ته وویل، د رسنیو د هغو ادارو خلاف به عدالت ته ځي چې خبریالان له دندو لرې کوي.

XS
SM
MD
LG