د امریکا د ډیموکراټ ګوند غړې، الېزابیت وارن د فبرورۍ په نهمه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشریزو انتخاباتو کې به نومانده وي.
۶۹ کلنه الېزابیت وارن د اوکلاهاما رياست سره تعلق لري. هغې له ماساچوست ایالت نه د نوماندۍ اعلان کړی او ویلي یې دي چې له اقتصادي نابرابرۍ سره به مبارزه وکړي.
نوموړې باید په انتخاباتي مبارزه کې د خپل ګوند له نورو نوماندانو سره مقابله وکړي، له دغه ګونده برني ساندرس هم په ولسمشریزو انتخاباتو کې د نوماندیدو هوډ کړی دی.
د امریکا د سېنېټ بلې غړې، کمالا هارېس له کلېفورنیا ایالت څخه په ولسمشریزو انتخاباتو کې د نوماندیدو اعلان کړی دی.