د لاسرسي ځای

تازه خبر

داودزی: که امریکایي ځواکونه ووځي، جګړه به زیاته شي


د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داوودزی
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر محمد عمر داوودزی

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر وایي، که امریکایي پوځیان ژر له افغانستانه ووځي، شخړې به زیاتې شي.

محمد عمر داوودزي له سي. این. این ټېلېویزیون سره د فبورۍ پر لومړۍ نېټه په مرکه کې وویل، که چېرته امریکایي ځواکونه د مهالوېش له مخې ونه وځي، نو یوه تشه به رامنځته شي چې پرته له شکه به د وینو بهېدل ورسره زیات شي.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فبروۍ پر لوړۍ نېټه خبریالانو ته ویلي وو، که چیرې په افغانستان کې سوله وشي نو هغه به له دغه هېواده خپل پوځونه وباسي.

د ولسمشر ټرمپ وینا وه: "زه تاسو ته دا نه شم ويلي چې دا يو ضمانت دى ځکه موږ په افغانستان کې د ۱۹کلونو مودې ته نېزدې شوي يو او په لومړی ځل طالبان د يو تړون خبرې کوي او که چېرې دغسې وشي نو موږ خپل خلک وطن ته استانه کړو".

محمد عمر داوودزي سي. این. این ته وویل، تر دې دمه د امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې بشپړه هوکړه نه ده شوې.

بلخواد امریکا سنا هغه لایحه رد کړه چې له مخې یې باید امریکایي ځواکونه له افغانستانه وتلي وای.

نږدې یوه اوونۍ مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره په قطر کې خبرې وکړې.

تر دې وروسته خلیلزاد پر ټوېټر ولیکل چې په اصولو کې پر دې هوکړه شوې ده چې امریکایي ځواکونه به له افغانستانه وځي.

د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې روانه اوونۍ پخپل یو راپور کې ويلي وو داسې احتمال نشته چې ګنې ټرمپ انتظاميه به له طالبانو سره د اوربند د يو بشپړ تړون او د سولې لپاره د يوې سياسي تګلارې پرته له افغانستانه د پوځيانو د ويستلو امر وکړي.

افغانستان کې روانه جګړه د امريکا ترټولو اوږده جګړه ده چې پکې تر دې مهاله د ۲۰۰۰ څخه زيات امريکايي پوځيان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG