د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پر هېڅ مهالوېش نه ده سلا شوې


د افغانستان فعالانو د مسکو په ناسته کې د ځېنو طالب چارواکو څرګندونو ضد مظاهره وکړه

پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له افغانستانه د سرتېرو ایستلو په اړه هېڅ مهالوېش نه دی ټاکل شوی.

دا خبره، د وزارت یوې ویاندې د فبرورۍ پر شپږمه تر هغې وروسته رویټرز اژانس ته کړې چې پر همدې ورځ د مسکو د غونډې پر مهال د طالبانو د پلاوي مرستیال مشر عبدالسلام حنفي خبریالانو ته وویل، واشنګټن له فبرورۍ میاشت څخه له افغانستانه نیمايي یعنې اووه زره سرتېري باسي.

نوموړي په جنورۍ کې په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره شپږ ورځنیو خبرو ته په اشاره وویل، له افغانستانه د پاتې امریکايي سرتېرو ایستلو لپاره دوه کمېټۍ جوړېږي:

"امریکایانو موږ ته وویل چې د فبرورۍ له پیله واخله د ۲۰۱۹ز کال د اپرېل تر پایه له افغانستانه خپل نیمايي سرتېري باسي. په افغانستان کې د پاتې امریکايي سرتېرو لپاره به دوه تخنیکي کمېټۍ جوړېږي – یوه به یې د امریکا او بله به یې د طالبانو وي. دا کمېټۍ به د پاتې سرتېرو د ایستلو پر مهالوېش کار کوي. له هغه مهالوېش سره سم به پاتې امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي."

خو رویټرز اژانس ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي واشنګټن له افغانستانه د پوځیانو ایستلو په اړه پر هېڅ "مهالوېش نه دی سلا شوی."

نوموړې زیاته کړې چې: "که ټولې خواوې هغه اړین اقدامات وکړي چې ورسره به افغانستان بیا د ترهګرۍ لپاره و نه کارېږي، نو چې کله شرایط او حالات اجازه ورکړي، موږ [په هغه هېواد کې] د ځواکونو په موجودګۍ کې بدلون ته کتنې ته تیار یو."

له افغانستانه د پوځیانو ایستلو په اړه د طالب چارواکي حنفي دا څرګندونې پر داسې مهال خپرې شوې دي چې د فبرورۍ پر پېنځمه د طالبانو بل لوړپوړي چارواکي شېر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې ویلي ول چې له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو مهالوېش نه دی ټاکل شوی.

پر هم هغې ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپله کلنۍ وینا کې ټینګار وکړ چې د ضرورت پر اساس په هېوادونو کې سرتېري ساتي.

افغان حکومت ویلي دي چې د ټرمپ کلنۍ وینا وښوده چې واشنګټن او کابل ستراتيژیک ملګري دي او په ګډه د ترهګرۍ ختمولو هڅې کوي.

په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر پېنځمه په یوه بیان کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټېلېفوني خبرو کې ویلي دي چې واشنګټن په افغانستان کې تلپاتې سولې ته ژمن دی.

بیان زیاتوي چې پامپېو د سولې او ثبات لپاره د افغانانو ترمنځ پر خبرو اترو ټینګار وکړ.

د مسکو په دوه ورځنۍ ناسته کې چې د فبرورۍ د شپږمې تر ماښامه روانه وه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ بل نوماند حنیف اتمر او طالب استازو په ګډون پکې یو شمېر افغان سیاستوالانو برخه واخیسته، خو د کابل استازي نه ول ورغلي.

د افغانستان ځېنو سیاستوالانو د مسکو غونډې ته د بین الافغاني خبرو اترو نوم ورکړی، خو افغان ولسمشر اشرف غني د فبرورۍ پر پېنځمه د افغانستان طلوع ټېلېوېژن ته وویل چې د سولې د موافقې کولو واک له افغان حکومت سره دی.

XS
SM
MD
LG