د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جوړجاړي په صورت کې په افغانستان کې سرتېري کموو: ټرمپ


د جوړجاړي په صورت کې په افغانستان کې سرتېري کموو: ټرمپ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:07 0:00

د جوړجاړي په صورت کې په افغانستان کې سرتېري کموو: ټرمپ

پراګ - د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې له طالبانو سره د جوړجاړي په صورت کې به په افغانستان کې خپل سرتيري کموي. نوموړي د فبروري پر پنځمه ناوخته امريکايي کانګرېس ته په خپله کلنۍ وينا کې زياته کړه چې نه غواړي اوږدې جګړې پرمخ يوسي.

ټرمپ په خپله وينا کې وويل چې په افغانستان او عراق کې ۷۰۰۰ امريکايي سرتيرو خپل ژوند بايللی او تر ۵۲ زره زيات ژوبل شوي دي. خو نوموړي وويل چې اوس يې په افغانستان کې د سياسي جوړجاړي لپاره د خبرو اترو بهير ګړندی کړی دی تر څو دغه اوږدې او خونړۍ شخړي ته د پای ټکی کېږدي.

"په افغانستان کې زما اداره د طالبانو په ګډون له يو شمېر افغان ډلو سره تعميري مذاکرات کوي. په دغو مذاکراتو کې له پرمختګ سره سم به موږ د خپلو سرتيرو حضور کموو او پر ترهګرۍ ضد فعاليت به تمرکز کوو. موږ نه پوهېږو چې جوړجاړي ته به ورسېږو که نه، خو پر دې پوهېږو چې د دوو لسيزو تر جنګ وروسته وخت را رسېدلی چې لږ تر لږه د سولې لپاره هڅه وکړو."

ټرمپ زياته کړه چې هغه د ولسمشرۍ لپاره د کانديد په حېث ژمنه کړې وه چې عظيم ملتونه نه ختمېدونکې جګړې پرمخ نه وړي. نوموړي زياته کړه چې په منځني ختيځ کې يې اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش ته ماتې ورکړې ده.

"کله چې زه ولسمشر شوم نو داعش په عراق او شام [سوريا] کې تر ۲۰ زره مربع ميله زياته ساحه تر خپل واک لاندې راوستلې وه. نن موږ په حقيقت کې هغه ټوله ساحه د وينو تږيو دغو قاتلانو څخه ازاده کړې ده. په داسې حال کې چې موږ اوس د داعش د پاتې شونو د ورانولو لپاره له خپلو ايتلافيانو سره کار کوو، وخت رارسېدلی چې په شام کې ماموريت تر سره کوونکو خپلو سرتيرو ته خپل کور امريکا ته پر ستنېدو ښه راغلاست ووايو."

ډونلډ ټرمپ د خپلې بهرنۍ تګلارې د برياوو يادولو پر مهال له شمالي کوريا سره اوسنۍ اړيکې خپله تاريخي سفارتي بريا وبلل او زياته يې کړه چې له شمالي کوريا د دوی بنديان خپلو کورونو ته رسېدلي او دغه هېواد له تيرو ۱۵ مياشتو راهيسې اټومي ازموينه نه ده کړې.

"که زه چيرې د امريکا ولسمشر نه وای منتخب شوی نو زما په فکر موږ به اوس له شمالي کوريا سره په جنګ اخته وای او په مليونونو کسان به وژل شوي وای. په دې برخه کې نور کار کولو ته هم اړتيا ده خو له کيم جونګ ان سره زما اړيکې ښې دي. زه او کيم به د فبروري پر ۲۷مه او ۲۸مه په ويتنام کې بيا ليده کاته کوو."

ټرمپ په خپله وينا کې د وينزويلا يادونه هم وکړه او اوسنی واکمن نيکولس مادورو يې د يو ظالم واکمن په حيث ياد کړ او د هغه د کړنو غندنه يې وکړه.

نوموړي د ايران په اړه وويل چې هلته يو سختدريځه رژيم حاکم دی او دی نه غواړي چې دغه هېواد اټومي وسلو ته لاس رسی ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG