د روسيې په سايبريا سيمه کې د بس اوښتو له کبله شپږ کان کيندونکي مړه شوي دي.
په سيمه کې د روغتيا رياست ويلي، نن [د فبرورۍ پر اتمه] يو بس چې کان کيندونکي يې د راسپادسکي په نوم د کويلې يا سکرو کان ته لېږدول، واوښتی.
د دوى په خبره، په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي او ١٧ نور ټپيان شوي چې د څلورو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
په سيمه کې د ټرافيکو پوليسو ويلي، بس پر سړک تر نسکورېدو وروسته ۱۰ ميټره ژور پاڼ ته ولوېد.
په سيمه کې چارواکو ويلي چې د دې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.