د بې پولو خبريالانو سازمان وايي، ايراينو چارواکو د ۱۹۷۹ او تر ۲۰۰۹م کلونو ترمنځ په دريو لسيزو کې لږ تر لږه ۸۶۰ خبريالان نيولي، قید کړي يا يې وژلي دي.
دې فرانس مياشته سازمان د ايران له انصاف څانګې څخه د افشا شوو دستاويزاتو په حواله دغه مالومات ورکړي.
د فبرورۍ پر اوومه په پېرس کې يوه خبري غوڼډه چې د ايران د بشري حقونو وکيل او نوبېل جيازې ګټونکی شيرين عبادي په کې هم ګډون درلود، د بې پولو خبريالانو سازمان وويل چې د ايرانيو وګړو خلاف د عدالتي کاروايانو شمېره له ۱۷ لکو زيات شوي.
دغه کاروايانې د اقليتونو، اپوزيشن غړيو، خبريالانو او نورو هغه کسانو خلاف دي چې پرې د غېر سياسي جرمونو تورنه دي.
د ياد سامان عمومي سکتر ويلي دي چې د دوی د رسنيو د حقونو ډلې د يادو مالوماتو په کره کتنه کولو کې په مياشتو وخت لګولی.