د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د یوې کورنۍ درې تنه وژل شوي


په افغانستان کې د خوست نقشه
په افغانستان کې د خوست نقشه

د افغانستان د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې بیګاه شپه د خوست د مرکز اړوند د ګلزار اکا د سور کنډو په سیمه کې د لاسي بم په برید کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی مشال راډیو ته وویل، چې یاده پيښه د دوه کورنیو تر منځ د شخصي ستونزو له امله رامنځته شوې او دا دواړه کورنۍ سره نږدې خپلوان دي.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او درې تنه ټپیان شوي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

خوست امنیه قوماندان د پېښې د څرنګوالي په باب وویل، د قومي اربکیو د یو پخواني مشر کوټې ته د بخاری په سوري د خپلوانو له جملې څخه،یو چا لاسي بم ور اچولی او له کبله يې دا مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

خوست امنیه قوماندان وویل، چې پېښه د پولیسو تر څيړنې لاندې ده او ده هېله څرګنده کړه، چې په پېښه کې ککړ کسان به د پولیسو لخوا ژر ونیول شي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

ځايي اوسیدونکي وايي، چې په دې پېښه کې د د اربکیو د پخواني مشر دوه زامن او یوه لور وژل شوي، همدارنګه میرمن او دوې لوڼه يې ټپیانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG