د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ کانګرس ته د خاشقجي وژنې په اړه وضاحت کوي


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.

د امریکا د کانګرس له خوا د فبرورۍ د اتمې نېټې دا ضرب الاجل داسې وخت را رسېږي چې دوو نویو راپورونو د امریکا د کانګرس غړي هڅولي، څو د سعودي عربستان خلاف د جمال خاشقجي د وژل کېدو له کبله د سختو اقداماتو ګواښ وکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور چمتو کوونکې اګنیس کالامارډ د فبرورۍ پر اوومه ترکي ته له سفره وروسته وویل، شواهد څرګندوي چې دا وژنه مخکې له مخکې پلان شوې او ورته چمتووالی نیول شوی و.

په امریکا کې مېشت سعودي خبريال و چې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې یې د سعودي پر مشرتابه تنقيدي لیکنې کولې.

نوموړی د تېر [۲۰۱۸م] کال په اکتوبر مياشت کې په استنبول کې د ځینو اسنادو تر لاسه کولو لپاره د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته ننوت، خو بېرته ژوندی راونه وت.

ریاض که څه هم په پیل کې د جمال خاشقجي له نادرکۍ څخه بې خبري ښوده، خو وروسته یې ومنله چې په استنبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی.

خو دا لا هم نه مني چې د دې وژنې امر دې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ورکړی وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG