افغان ولسمشر اشرف غني وايي، هر څوک چې د حکومت پر وړاندې وسله اخلي، د هېواد دښمن دی او باید وځپل شي.
غني دا څرګندونې د فبرورۍ پر اوومه د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د چارو د ارزیابۍ لپاره جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وکړې او زیاته یې کړه: "هېله مند یم چې تاسو ته به اوس څرګنده شوې وي چې ولسمشر مو د هغو ولسمشرانو له ډلې نه دی چې کله وايي دوست او کله وايي دښمن، د دښمن تعریف روښانه دی او ستاسو دنده د افغانستان د دښمن ځپل دي."
ولسمشر غني همداراز د پولیسو پر ځانګړو ځواکونو چې د ده په وینا د ملکي وګړو د تلفاتو په مخنیوي کې اساسي رول لوبوي، د لا زیاتې پانګونې پر اړتیا ټینګار وکړ.