د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال وايي مرستې نه ور رسېږي


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي کډوال له حکومته غوښته کوي چې د مرستو پیسې دې ورته بحاله کړي.

دوی د فبرورۍ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا ګورنر دفتر مخې ته د مظاهرې پر وخت مشال راډیو ته وویل، حکومت د ستنېدو پیسې هم نه دي ورکړې.

بې کوره کړل شوي وزیرستانیان وايي، حکومت د ټېلېفون سیم کارډونو په ذریعه شاوخوا ۱۸۰۰ کورنیو ته وعده شوې مالي مرستې نه دي ورکړې.

د خیبر پښتونخوا چارواکو د دې وزیرستانیانو د پرونۍ مظاهرې او غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې وفاقي او صوبايي حکومتونو په بیا بیا ویلي چې د هغوی ضرورتونه پوره کوي.

ياده دې وي چې په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴م کال د وسله والو ضد پوځي عملياتو له کبله په لکونو کسان بې کوره شوي چې لا هم ځينې کډوال دي.

XS
SM
MD
LG