د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي ژر به د داعش ډلې ماته اعلان کړي


ولسمشر ټرمپ په کانګرس کې د کلنۍ وینا پر مهال

پراګ - د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، راتلونکې اوونۍ به وکولای شي چې د داعش د وسله والې ډلې عملاً ماته اعلان کړي.

ولسمشر دا خبره د فبرورۍ پر شپږمه په واشنګټن کې د داعش د وسله والې ډلې ضد د ۷۹ غړیو هېوادنو د اېتلاف راټولو شویو چارواکو ته په وینا کې وکړه.

نوموړي وویل: "د امریکا پوځ، زموږ د اېتلاف غړي او د شام ډېموکراټو ځواکونو، په شام او عراق کې عملاً ټولې هغه سیمې ازادې کړې دي چې مخکې د داعش وسله والې ډلې په لاس کې وې."

ولسمشر ټرمپ له شامه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپلې پرېکړې ته په اشاره وویل: "موږ په تمه یوو چې خپلو سرتېرو ته کور ته پر ستنېدو تود هرکلی ووایو."

ولسمشر ټرمپ د ډېسېمبر په میاشت کې له شامه د ۲۰۰۰ امریکايي سرتېرو د ایستلو په اعلان د امریکا د کانګرس غړي او خپل نړیوال متحدان حیران کړي ول.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG