د افغانستان د سولې د بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، تر اوسه له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو لپاره هېڅ ډول مهالویش نه دی ټاکل شوی.
خلیلزاد د فبرورۍ پر شپږمه پر ټوېټر لیکلي دي چې په وروستیو کې یو شمېر طالبانو ادعا کړې چې ګواکې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره مهالویش لري.
نوموړي لیکلي، طالبانو وروسته خپله دا ادعا بېرته واخیسته "خو غواړم روښانه کړم چې تر اوسه پورې هېڅ مهالویش نه دی جوړ شوی."
تر دې مخکې د فبرورۍ پر شپږمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو اعلامیه کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونه ایستل به د افغانستان امنیتي حالت ته په پام وي.
طالبانو د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې لپاره اساسي شرط وباله.
امریکا دا وخت په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري لري.