د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر باډیوو مینې نجلۍ سره خبرې


مشال راډیويي مجله

د مشال راډیويي مجلې پاڼه کې درته هرکلی وایو. د مجلې دا ګڼه مو د شفیقې خپلواک ادبي هلو ځلو ته ځانګړې کړې ده.

شفیقه خپلواک په ۱۹۹۶ کال کې د افغانستان پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په یو کلي کې زېږدلې ده. لومړنۍ زده کړې یې په خپل کلي کې کړي دي. دولس کلنه وه چې کورنۍ یې کابل ته کډه شوه، اوس هلته په پوهنتون کې د سیاسي علومو په زده کړو بوخته ده.

د نوموړې دوه شعري ټولګې چاپ شوي او نومونه یې چې لاس دې نه راکاوه او باډیوې څارمه نومېږي. د چترۍ په نوم یې د لنډو کیسو کتاب هم چاپ شوی دی.

د ایوانکاټرمپ د کتاب ژباړه یې د هغه ښځې چې کار کوي په نامه چاپ کړې ده. میین توري په نامه شعري ټولګه یې د چاپ په مرحله کې ده.

شفیقه د پښتو ترڅنګ د نورو ژبو دکتابونو ژوره مطالعه هم لري. په پښتو ادب کې د خوشال خټک،کاظم خان شیدا، اشرف مفتون او د محمد صدیق پسرلي مینه واله ده. لږ لږ فلمونه کتل او موسقي اوریدل خوښوي خو د ناولونو په لوستو ورکه مینه ده.

شفیقه خپلواک اراده لري چې لوړې زده کړې وکړي او ترڅنګ یې له اکیډمیک چاپېرچله هم ونه ووځي، د پوهنتون استاذه شي او د پښتو ادبیاتو ترڅنګ په نورو ژبو هم لیکل وکړي.

۲۲کلنه شفیقه پر ټولنیزو رسنیو کې هم فعاله ده او په فیسبوک، ټویټر او انسټاګرام په سیاسي، ادبي او د ښځو په ستونزو لیکنې کوي. هغه ګڼ شمېر فالورز یا مینوال هم لري.

د شفیقې خپلواک د ژوند او کار په اړه که نور معلومات تر لاسه کول غواړئ نو د مجلې دا ګڼه لاندې په فلش پلیر کې واورئ:

مجله دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG