د لاسرسي ځای

تازه خبر

سباوون اردو ته وژباړل شو او زما داغستان په پښتو واورئ


د مشال راډیويي مجله
د مشال راډیويي مجله

د مشال راډیويي مجلې په ۸۶ مه ګڼه کې اورئ چې د پښتو ژبې د نامتو لیکوال، قلندرمومند سباوون کتاب اردو ته وژباړل شو. د کتاب ژباړن هارون سوراني دی.

نوموړي په اردو او پښتو ادبیاتو کې لوړې زده کړې کړي او دا یې لومړی ځل دی چې یو مهم اثر یې له پښتو اردو ته اړولی دی. د مجلې په دې ګڼه کې په دې موضوع مفصل معلومات اورېدلی شئ.

دا به هم واورئ چې له خوسته د خپریدونکې مجلې، محبت تازه ګڼه خپره شوه. یاده مجله د ځینو خوستيو ځوانانو په هڅو خپریږي. د مجلې مسوول مدیر وايي له خوسته نورې مجلې هم خپریږي خو د دوی مجله ځانګړي مینه وال لري چې ډیری یې ځوانان دي. دوی وايي، اوس په افغانستان کې د مجلو مسوولین کولی شي، د اعلانونو له لارې خپل لګښتونه پوره کړي.

همدا رنګه د مجلې په روانه ګڼه کې د داغستاني لیکوال او شاعر رسول حمزه توف د مشهور کتاب « زماداغستان » د یوې بلې برخې ژباړه هم درته وړاندې کوو. دا شاهکار کتاب د نړۍ په اکثرو ژبو کې تر دې وړاندې ژباړل شوی دی. دا ټول مطالب د مجلې په تازه ګڼه کې اورېدلی شئ. مجله په لاندې لینک کې د اوریدو لپاره پرته ده.

د مجلې ۸۶ مه ګڼه
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG