د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شوقي سندرې، د سپوږمۍ کتاب او د خدای په نوم خط


Czech Republic (January 09, 2017): Program graphic Radio Mashaal Radio Magazine
Czech Republic (January 09, 2017): Program graphic Radio Mashaal Radio Magazine

د مشال راډیويي مجلې پاڼې ته ښه راغلاست. په تازه ګڼه کې مو هم کلتوري او ادبي مطالب درته د خپرېدو لپاره چمتو کړي دي.

دا اوونۍ مو یو مطلب د سندرغاړي رووف شوقي د تازه هنري فعالیتونو په اړه دی. ګل رووف شوقي د خوست ولایت د اسماعیل خېلو ولسوالۍ اوسیدونکی له شلو کلونو زیاته موده کېږي چې سندرې وايي.

د استاد ګل زمان دغه شاګرد اوس پخپله هم د ښه شهرت څخه برخمن دی. په کورنۍ کې یې له هنر سره تړلي نور کسان هم شته.

په راډیو، تلویزون، کنسرتونو او ودونو کې سندرې وايي او کلیپونه هم جوړوي. موږ ورسره مرکه کړې چې اورېدلی یې شئ.

مجله دلته واورئ
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال راډیويي مجله کې موږ د هالیووډ او بالیووډ د نویو جوړو شویو فلمونو په اړه هم معلومات درکوو. په دې ګڼه کې مو هم په دې اړه یو مطلب درته برابر کړی دی. دا ځل پر یو نوي جوړ شوي هندي فلم راپور لرو. دا فلم «لو سونیا» نومیږي. نور معلومات د مجلې په غږیزه بڼه کې اورېدلی شئ.

د مجلې په دې ګڼه کې د یوې انګلیسي لنډې کیسې پښتو ژباړه هم اورېدلی شئ. دا کیسه، د خدای په نوم خط نومیږي.

د دې کیسې لیکوال ګریګورو لوپېز دی. نوموړی میکسیکويي ناولنګار، شاعر او خبریال و. دی په ۱۷ م نومبر ۱۸۹۵ کې زوکړی او لسم دسمبر ۱۹۶۶ کې مړ شوی و.

لوپېز په ۱۵ کلنۍ کې لیکل پیل کړي وو. د هغه ناولونه په کورنیو شخړو راڅرخي. نوموړي د میکسیکو په سکول کې د ادبیاتو د استاد په حیث هم دنده ترسره کړې ده.

ګریګوریو لوپېز ته په ۱۹۳۵ کال کې نیشنل پرایز اف ارټس اینډ ساینس ایوارډ ورکړل شوی و.

په مجله کې د پښتو د یو نوي چاپ شوي کتاب په اړه د لیکوال او شاعر اسیر منګل تبصره هم اورېدلی شئ. دا کتاب سپوږمۍ شوه په هاله کې نومېږي او لیکواله یې سپوږمۍ خرم ده.

XS
SM
MD
LG