د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندزیان د افغان ځواکونو په ملاتړ راوتي


کندهار کې د افغان ځواکونو پخواني عکس.
کندهار کې د افغان ځواکونو پخواني عکس.

د افغانستان کندز ولایت ځوانانو او قومي مشرانو د افغان ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

د نوموړي ولایت سلګونه ځوانانو او قومي مشرانو په یوه غونډه کې خپل ملاټر له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وښود او زیاته‌ یې کړه چې افغان ځواکونو په هر ډول شرایطو کې هڅې کوي چې د خپل ولس خوندیتوب وساتي، چې هغوی په یوه ارامه فضا کې خپل کاروبار پر مخ یوسي.

د دوی د خبرو پر بنسټ، د افغان وسله‌ وال پوځ له ځوانانو تشکیل شوی او په اصل کې په ځوانانو اکمالېږي او دغه‌ راز له ځوانانو یې وغوښتل چې د افغان ګډو ځواکونو د لاپیاوړتیا په خاطر د امنیتي او دفاعي ځواکونو له ليکو سره یو ځای شي.

د دوی په خبره، دا د هر افغان ایماني او وجداني مسؤلیت او دنده ده، څو د سولې او ثبات د تأمینولو، د پراختیايي پروژو د پلي کولو او د ښوونې او روزنې د پراختیا په خاطر له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه کوټلي ګامونه پورته کړي.

د غونډې په پای کې دوی پر خلکو غږ وکړ چې په خپل منځ کې ملي یووالی لاټينګ کړي، ځکه یو شمېر کرغېړنې څېرې هڅې کوي چې د خلکو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي او وضعیت له دې هم کړکېچن کړي.

XS
SM
MD
LG