د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تالقان کې دوه خبریالان وژل شوي


د کابل نقشه.
د کابل نقشه.

د افغانستان د تخار ولایت په تالقان کې ناپیژانده وسله والو دوه خبریالان په ډزو ویشتي او وژلي دي.

په افغانستان کې د خبریالانو ژغورنې کمیټۍ نن[فبرورۍ پر شپږمه] په یو بیان کې ویلي چې وژل شویو خبریالانو په شمال مشرقي تخار ولایت کې د (هم صدا) په نوم له یوه راډیو سټېشن سره کار کاوه.

په پاکستان کې د خبریالانو ټولنې پاکستان پرېښ فاونډېشن د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته په استول شویو لیک کې دغه پېښه غندلې او خپل خپګان یې ښودلی دی.

په افغانستان او پاکستان کې خبریالان وخت په وخت د وسله والو ډلو له خوا په نښه کړل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټۍ د شمیرې تر مخه په دغه هیواد کې یوازی تیر کال ۱۷ خبریالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG