د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې جمهوریت له خطر سره مخامخ دی: شاهد خاقان عباسي


د اپوزیشن مشر شهباز شریف دا مهال د درغلیو په قضیه کې بندي دی او ورڅخه پلټنې روانې دي
د اپوزیشن مشر شهباز شریف دا مهال د درغلیو په قضیه کې بندي دی او ورڅخه پلټنې روانې دي

پراګ - د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) سیاستوال شاهد خاقان عباسي دعوه کړې ده چې په هېواد کې جمهوریت له خطر سره مخامخ دی.

نوموړي د ډېسېمبر پر پېنځمه د راولپېنډۍ د خبریالانو په مرکز کې خبري غونډې ته په وینا کې له اقتصادي ستونزو واخله تر احتسابه پورې پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې او پر حکومت یې انتقاد وکړ.

عباسي وویل چې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف د احتساب په بې اساسه تورونو ځورول کېږي او بندي شوی دی چې د پارلېماني دود خلاف کار دی:

"په پاکستان کې جمهوریت له ګواښ سره مخامخ دی. په یو هېواد کې چې د اپوزیشن مشر نیول کېږي، ورباندې هېڅ تور نه وي، هېڅ نه وي ثابت شوي او د پلټنو په نوم دوه میاشتې بندي کېږي. تاسې وګورئ چې پر یو چا چې د قتل تور وي، هغه د پلټنو لپاره ۱۰ ورځې پولیسو ته سپارل کېږي. نو داسې حالات چې تاسې پیدا کړئ او هېڅوک ورباندې هېڅ نه وايي نو دا څه ډول انصاف دی؟ دا کوم قسم جمهوریت دی؟ دا کوم پارلېماني روایات دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د پاکستان ولس یې ځواب غواړي."

عباسي وايي، په هېواد کې جمهوریت له خطر سره مخامخ دی
عباسي وايي، په هېواد کې جمهوریت له خطر سره مخامخ دی

په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف دا مهال د درغلیو په قضیه کې بندي دی او د احتساب اداره ورڅخه پلټنې کوي.

هغه پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

هلته د پاکستان بل پخواني وزیراعظم او د پیپلز ګوند یو سیاستوال راجا پروېز اشرف د ډېسېمبر پېنځمې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل چې د احتساب معیار او پیمانه باید د ټولو لپاره مساوي او یو ډول وي:

"احتساب جمهوري یا ناجمهوري نه وي. دا باید شفاف عمل وي او له هر چا سره باید مساوي برخورد یا چلند وشي. زموږ هم دا هیله ده چې ټولې قضیې دې په انصاف وڅېړل شي او د ټولو [تورنو] کسانو د قضیو [څېړلو] لپاره باید یو ډول پیمانه وي."

د اپوزیشن د دوو لویو ګوندونو د سیاستوالانو د دعوو او تورونو په اړه مو د پاکستان تحریک انصاف د حکومت له یو شمېر وزیرانو او مخکښانو سره رابطې وکړې، خو بریالي نشو.

البته وزیراعظم عمران خان د نومبر پر ۲۹مه د خپل حکومت د لومړیو درو میاشتو پوره کېدو په مناسبت غونډې ته په وینا کې ژمنه کړې وه چې په هېواد کې به د احتساب او اصلاحاتو بهیرونو ته دوام ورکوي.

د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چودري په بیا بیا ویلي چې د احتساب قامي اداره یا نیب خپلواکه ده او دا چې حکومت د سیاستوالانو پر وړاندې د درغلیو په قضیو کې بې طرفه دی.

XS
SM
MD
LG