د اسوشيېټېډ پرېس په یو رپورټ کې راغلي ښايي د اب و هوا د بدلون له وجې د روانې پیړۍ تر پایه د همالیا د غرونو درېمه برخه واروې ویلې شي او په نتیجه کې به یې خوا اوشا یو اعشاریه نهه اربه وګړي د اوبو کمښت له ستونزې سره مخامخ شي.
په دې اړه غرونو پرمختیا نړیوال مرکز د ګل په ورځیو رپورټ خپور کړ چې پکې د هندوکش همالیا غرییزې لړۍ جاج اخیستل شوی دی.
د غرونو یاده لړۍ په اتو هېوادونو افغانستان، پاکستان، هند، نیپال، چین، بوټان، بنګله دېش او میانمر یا برما کې غځېدلې ده چې پکې به د دې رپورټ ترمخه د نړیوالې تودوښې له وجې د دنګو غرونو د څوکو واورې ویلې شي.د هندوکش غرونو له واورو اباسین، ګنګا او درېوو نورو لویو سیندونو ته اوبه بهېدلې دي.
د غرونو پرمختیا نړیوال مرکز دا رپورټ وايي د اب او هوا د بدلون د اثراتو په نتیجه کې ممکنه ده چې په یادو هېوادونو کې سېلاوونه زیات شي چې لوجې به یې ماحولیاتي چټلي یا خچنوالی هم زیاتېږي.
په بنګلا دیش کې د موسمیاتي بدلون په اړه د مرکز مشر سلیم الحق اسوشيیېټېډ پرېس ته ویلي دا رپورټ د هغو هېوادونو لپاره چې د سېندونو پر وروستیو سرونو پراته دي، هېښونکی یعنې د فکر وړ دی.
نوموړی وايي بنګلا دیش هم په دغو هېوادونو کې شامل دی نو پکار ده چې له وړاندې د دې د بدو اثراتو کمولو لپاره اقدامات وکړي.
د غرونو پرمختیا نړیوال مرکز رپورټ همداراز وايي که د نړیوالې تودوښې کمولو لپاره د پاریس تړون په سمه توګه عملي شي نو بیا هم د هندوکش همالیه د غرونو درېمه برخه واورې ویلې کیږي او که عملي نه شي نو بیا به یې په درېوو کې دوې برخې ویلې شي.
د نړیوالې تودوښې کمولو لپاره د پاریس تړون تر مخه به په کال کې د تودوښې د کچې اضافه له یو اعشاریه پنځه درجې پورته تللو ته نه پرېښودل کېږي.
یاد مرکز په کټمنډو کې دی، دا رپورټ یې په پنځو کلونو کې تیار کړی دی. او د سیمه ایزو هېوادونو ترڅنګ اسټرالیا، اسټریا، ناروې، سوټیزرلېنډ او د نړیوالې پرمختیا لپاره امریکايي اداره یا یو اېس ای اې ډي ورسره مالي مرستې کوي.