په کرک ضلع کې په یوه ټرافيکي پېښه کې لږ تر لږه دولس تنه مړه او پينځه سخت ژوبل شوي دي. د راپورونو له مخې له ډېړه اسماعيل خانه د پېښور پر لور روان د سورلو یوه کوچ له یوه پک اپ ګاډي سره ټکر خوړلی دی.
د کرک ډپټي کمېشنر عابدالله کاکاخېل په چارشنبه ځايي رسنوالو ته ويلي چې د پېښې له ځایه د يوولس تنو مړي د کرک لوی روغتون لېږدول شوي دي.
د نوموړي په خبر له ټکر وروسته د سورولو کوچ (هایي اېس ګاډي) اور اخیستې چې پکې یوازې د یوه تن مړی پېژندل شوی او د نورو پېژندلو لپاره یې د ډېره اسماعيل خان انتظامیې وربللې ده.
هغه زياته کړه چې په پېښه کې پينځه کسان ژوبل دي او له هغوی څخه یو یې پېښور ته لېږدولی دی.