د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرګونو خوستوالو د منظور پشتین نعره غبرګه کړه


په خوست کې مظاهره.
په خوست کې مظاهره.

د سې شنبې په ورځ ماسپښین زرګونو خوستوالو یو ځل بیا د یو سوله ییز لاریون له لارې د ارمان لوڼي وژل کیدل وغندل او له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو يې غوښتنه وکړه، یاده پېښه وڅيړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د دوشنبې ورځې ناوخته د ټولنیزې میډیا له لارې په نړۍ کې پر پښتنو غړ کړی وو، چې د یاد غورځنګ د مخکښ غړي ارمان لوڼي د وژلو کیدلو په خلاف او د پي ټي اېم په ملاتړ خپل غږ اوچت کړي.

له همدې کبله د یکشنبې ورځې د لاریون په تعقیب یو ځل بیا خوستوال په یو پراخ لاریون کې راووتل او د پښتنو د یووالي، پښتنو ته د حقونو د ورکولو او د دوی په وینا په پاکستان کې د پښتنو پر وړاندې د روان زور زیاتي د ختمولو په خاطر يې شعارونه ورکړل.

د لاریون یو تن ګډونوال ساجد بهار مشال راډیو ته وویل:

((دا چې نن زرګونه خوستوال عامو لارو ته راوتي دي، دوی له نړیوالو سازمانونو، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو غواړي هغه ظلم او زیاتی چې په پاکستان کې د پوځ او استخباراتو لخوا په پښتنو کیږي، دې ته د پای ټکی کېښودل شي او د دوی غږ دې واوریدل شي.))

د سې شنبې په ورځ د ارمان لوڼي د وژنې په غبرګون کې د یو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډون، د پاکستان او افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلویانو او غړو پراخ لاریونونه وکړل او د ارمان لپاره‌يې د عدالت غوښتنه وکړه.

مدني فعال خلیل جان ګربزوال وویل، له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دې پيښې څیړنه وکړي.

په خوست کې د پوهنتون یو تن استاد یعقوب جان ستوری وايي، دوی ځکه لاریون کړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین له پښتنو غوښتنه کړې وه، چې د پښتنو د حقوقو د ترلاسه کولو او د ارمان لوڼي د وژل کیدو خلاف غونډې او لاریونونه وکړي.

دی وايي، د دې لاریون یو بل هدف دادی چې د پاکستان ریاست او پوځ د پښتنو پر وړاندې روان زور زیاتۍ ودروي او پښتنو ته خپل حقونه ورکړي.

د خوست د ولایتي شورا پخواني رئیس عبدالولي واحدزي وویل، د دوی لاریونونه او دا ډول اعتراضونه به تر هغه روان وي، چې د پاکستان ریاست د پښتنو غږ واوري.

یاده دې وي، چې په همدې ورځ د خوست یو شمېر ښځو او نجونو د ارمان لوڼي د وژنې خلاف غونډه رابللې وه، لوڼي ته يې دعاګانې وکړي او د هغه خور وړانګې لوڼۍ ته يې په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د پښتنو پدې مبارزه او د ورور په غم کې يې د نورو خلکو تر څنګ ټولې پښتنې ملګرې دي.

XS
SM
MD
LG