د افغان ولسمشر دفتر وايي، په جلالاباد کې به د باچا خان مقبره بېرته ورغول شي.
د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال وياند صميم عارف د دوشنبې په ماښام پر ټویټرپاڼه ليکلي، ولسمشر د دې پروژې نوښت کړی او مالي لګښتیې تأييد کړی.
پيغام زیاتوي، باچا خان د ځپنې او ظلم پر وړاندې د نهستړې کېدونکې مبارزې سرلاری و او پرته له شکه دی په انساني تاریخ کې له سترو خلکو یو و.