د لاسرسي ځای

تازه خبر

وېنزوېلا: اټکل دی اروپايي ټولنه خوان ګواییډو د رسمي ولسمشر په توګه ومني


وروسته له هغې چې د وېنزوېلا ولسمشر نېکولاس مادورو، د اروپايي ټولنې لخوا په ورکړل شوي هغه ضرب الاجل کې پاتې راغلو چې په ۸ ورځو کې دننه به بیا ځلې انتخابات کوي، ټاکل شوې چې ۷ اروپايي هیوادونه به د فبرورۍ په درېیمه د اپوزيشن مشر خوان ګواییډو د نوي ولسمشر په توګه په رسمیت وپېژني.

جرمني، برتانیا، فرانسې،هسپانیې، پرتګال، هالېنډ او بېلجیم هغه هېوادونه دي چې د وېنزوېلا له ولسمشره یې غوښتي وو چې د فبرورۍ تر درېيمې، نوي انتخابات اعلان کړي،خو ښاغلي مادورو د دوی غوښتنه رد کړه.

مادورو د فبرورۍ دوهمه په پلازمېنه کاراکاس کې د خپلو پلویانو غونډې ته وویل چې د وېنزوېلا حقیقي ولسمشر دی.

امریکا، کاناډا، برازیل، کولمبیا او ارجېنټینا وار له مخې له خوان ګوایډو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG