د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران بندیزونو په اړه یو نوی مېکانېزم عملي کېږي


د ایران بیرق.
د ایران بیرق.

ټاکل شوې چې جرمني، فرانسه او برتانیا نن[د جنورۍ پر ۳۱مه] ایران لپاره یو داسې مالي مېکانېزم عملي کړي چې له امریکايي بندیزونو سره په ټکر کې نه وي.

دا ځانګړی مېکانېزم په ۲۰۱۵ز کال کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د ایران اټومي موافقې ژغورلو لپاره جوړ شوی دی.

له دې نظام سره به قانوني کاروباري ګټې لرونکي اروپايي کمپنۍ د ورکړې، راکړې د طریقو په کارولو په ایران کې کاروبار وکړای شي.

پر دې پلان له اوږدې مودې راهیسې کار روان وو او د جنورۍ پر ۳۰مه د جرمني خبري اژانس وویل چې رسماً عملي کېدو ته تیار دی.

دا مېکانېزم د هغو کاروبارونو پر څانګو متمرکز دی چې د امریکا د بندیزونو ښکار نه دي.

وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی دی چې درېواړو اروپايي هېوادونو د دې مېکانزم د رجسټرولو بهیر پیل کړی دی چې ورسره به اروپايي او ایرانۍ کمپنۍ د پیسو مستقیم لېږد پر ځای، له یو بل سره سامانونه او شیان تبادله کړای شي.

XS
SM
MD
LG