د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي د ایران مشرتابه نه بلکې امریکا باید د تهران د اقتصادي ستونزو لپاره ذمه واره وبلل شي.
روحاني د جنورۍ پر۳۰مه وویل چې ایران له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې دا وخت تر ټولو لوی فشار او له لویو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی.
د ایران ولسمشر دفتر په ویب پاڼه د نوموړي له خولې ویل شوي چې د هیواد د زیاترو ستونزو وجه امریکا او د هغه هېواد ملګري دي نو ځکه پکار نه ده یو ذمه واره حکومت او اسلامي سیسټم ملامت کړل شي.
روحاني دا بیان پر داسې مهال ورکړ چې د فبرورۍ پر ۱۱مه په ایران کې د اسلامي انقلاب ۴۰ کاله پوره کېږي.
د دغه انقلاب په نتیجه کې ایران د ملایانو تر واک لاندې راغلو.
۲۰۱۸م کال کې امریکا د ایران د ۲۰۱۵م کال له اټومي تړونه ووتله او پر دغه هیواد یې واپس بندیزونه ولګول.