د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور سکول ناورین په لړ کې د یوه پوځي چارواکي بیان قلمبند شو


وژل شوي زده کوونکي.
وژل شوي زده کوونکي.

د پېښور ارمي پبلک سکول د پېښې په اړه عدالتي کمیشن د پاکستان یو لوړپوړی پوځي چارواکی ورغوښتی دی او د هغه بیان يې ریکارډ کړی دی.

د وژل شویو ماشومانو د میندو پلرونو تنظیم (شهداء فورم) مشرانو له مشال ریډیو سره په خبرو کې د کمیشن په کار خپل ډاډ ښودلی او هیله يې څرګنده کړې چې عدالت به هغه خلکو ته سزا ورکړي، چې د ناغېړۍ له کبله یې دغه ناورین رامنځ ته شوی وو.

کمیشن د چارشنبې په ورځ د پوځ لوړپوړی چارواکې بریګیډیر عنایت الله وربللی وو او د پیښې په اړه يي

د هغه بیان ثبت کړی دی. کمیشن د ځینو وژل شویو ماشومانو پلاران او نور متعلقه چارواکي هم ورغوښتي ول.

شهداء فورم دا غوښتنه هم کړې چې باید کمیشن د پلټنو نتیجې د پاکستان ولس ته په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG