د بلوچستان د مرکز کوټې تښتول شوی ډاکټر ابراهیم خلیل نن [د جنورۍ پر۳۰مه] سهار ۴۸ ورځې وروسته خپل کورته رسېدلی دی.
د مشال راډيو خبریال وايي چې برمته ګرو د ډاکټر ابراهیم خلیل له کورنۍ پنځه کروړه روپۍ اخیستې دي او دیې د سیند صوبې له صنعتي ښار کراچۍ څخه خوشې کړی دی.
د بلوچستان ډاکټرانو اېکشن کمیټۍ یو مشر او د روانپوه ډاکټر غلام رسول مشال راډیو ته وویل، حکومت باید د ډاکټرانو د حفاظت لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.
دلته دا خبره د یادوني وړده چې ډاکټر ابراهیم خلیل تیرکال د ډېسېمبر د میاشتې پر۱۳مه له کوټې هغه مهال تشتول شوي ول کله چې له خپل کلینکه کور ته روان ول.
له هغه وررسته د ډاکټر ایکشن کمیټي له لوري د کوټې په سرکاري روغتونو کې ډاکټرانو کار بندیز پیل کړي ول چې تر جنورۍ ۲۹مې پورې روان ول.