د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د روس او چین د اټومي پروګرامونو په اړه سپیناوې غواړي


د امریکا او روس بیرق.
د امریکا او روس بیرق.

په داسې حال کې چې په بیجینګ کې د پینځه مهمو اټومي طاقتونو غونډه کېږي، امریکا پر روسیې او چین غږ کړی چې د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه نور سپیناوې وکړی.

دغه دوه ورځنی کانفرانس نن [جنورۍ پر۳۰مه] پیل شو چې موخه يې د اټومي وسلو د خوریدو مخنیوې دی.

په دې غونډه کې له بیجینګ، ماسکو او واشنګټن سره سره له لندن او پیرسه هم سفیران برخه اخلي.

د بیجینګ کانفرانس په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د اټومي وسلو مخنیوي تړون د ماتېدو په درشل کې دی.

د امریکا بهرنیو چارو مرستیال سېکرېترې اندریا تامپشسن د غونډې پرانستو وینا کې ویلي چې د این پي ټي په نوم د اټومي وسلو خورېدو مخنیوي تر تړون لاندې د شفافیت ډېرولو لپاره د ترسره شویو هلو ځلو نتیجې یو شان نه دي.

واشنګټن او ناټو دواړه پر روسیه له تړونه د سرغړونو تورونه پورې کوي.

روسیې دغه تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG