د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د توغندیو واټن زیاتولو هېڅ نیت نه لري


د ایران واټن ویشتونکي توغندي.
د ایران واټن ویشتونکي توغندي.

یو لوړ رتبه ایراني چارواکي ویلي، هیواد یې داسې یو اراده نه لري چې د خپلو توغندیو د ویشتلو واټن زیات کړي.

د جنورۍ پر ۲۹مه د علي شامخاني دا بیان وروسته له هغې مخې ته راغلی چې ایران د خپلو بېلېسټېک توغندیو د پروګرام پر سر د خبرو لپاره د فرانسې او نورو غربي هیوادونو فشار له پامه وغورځولو.

د ایران ملي تېلویژن د ملي امنیت د شورا سکرتر علي شامخاني له خولې وايي، ایران د خپلو پوځي توغندیو د واټن د زیاتولو پر وړاندې هېڅ قسمه علمي او عملیاتي بندیزونه پرمخ نه لري خو د خپلو دفاعي اصولو له مخې د توغندیو په دقیقولو مسلسل کار کوي او د توغندیو د واټن د زیاتولو هېڅ قسمه اراده نه لري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین لي دریان تېره اوونۍ ویلي وو، که ایران د خپل میزایلي پروګرام د محدودولو په اړه په خبرو کې پرمختګ و نه کړ نو دوی به پر تهران لا نور بندیزونه ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG