د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو فشار ضروري دی: هسپل


د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای ای مشره جینا هسپل.
د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای ای مشره جینا هسپل.

د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای ای مشره وايي، په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو فشار ساتل مهم دي.

جینا هاسپیل چې د جنوۍ پر ۲۹مه یې د امریکا د سېنټ په یوه غونډه کې د نورو استخباراتي ادارو له مشرانو سره یو ځای خبرې کولې، وویل: " دا ډېره مهمه ده چې موږ دغلته په ترهګرو ډلو فشار وساتو. که چیرې بالاخره د سولې هوکړه رامنځ ته شوه، د څارنې یو ډېر قوي مکانیزم به مهم وي او موږ به بیا هم اړتیا ولرو څو دا وړتیا وساتو چې د ضرورت په وخت کې د خپلو ملي ګټو لپاره لاس په کار شو."

د امریکا د سېنېټ د استخباراتو د کمیټې په همدې غونډه کې د دې هیواد د ملي استخباراتو مشر ډان کوټس په ۲۰۱۹ز کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې انتخابات، د طالبانو زیاتیدونکې بریدونه او د وسله والو په ځپلو کې د پاکستان ناغیړي هغه ننګونې وبللې چې د ده په وینا امریکا ورسره په جنوبي اسیا کې مخ ده.

نوموړې وویل: "د دوی ارزونې ښايي چې په راتلونکې کال کې به د جګړې پر ډګر نه افغان حکومت او نه هم وسله وال طالبان کومه ستراتیژیکه پوځي بریا ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG