د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیسور او ساهیوال پېښې د انسانیت سپکاوی دی: مولانا فضل الرحمان


مولانا فضل الرحمان اندېښنه وښوده چې د تحریک انصاف حکومت ۱۸م اییني ترمیم ګواښي
مولانا فضل الرحمان اندېښنه وښوده چې د تحریک انصاف حکومت ۱۸م اییني ترمیم ګواښي

ډېره اسماعیل خان - د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، د شمالي وزیرستان د خیسور او د ساهیوال پېښې د انسانیت سپکاوی دی.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۷مه په ډېره اسماعیل خان کې د ملین مارچ په نوم جلسې ته په وینا کې دواړه پېښې "د انصاف او انساني ناموس پر مخ د څپېړې" په معنا دي.

د جنورۍ په نیمايي کې پر ټولنیزو رسنیو د خیسور د یوه ماشوم حیات خان ویډیو خپره شوه چې پکې نوموړي دعوه وکړه چې پلار او ورور یې شاوخوا څلور میاشتې مخکې امنیتي سرتېرو نیولي ول خو تر هغې وروسته ځېنې سرتېري یې کور ته ورځي او بې پرده ګي یې کوي.

پوځ دې خپل مقاصد ولس ته وښيي، بیا به پته ولګي چې ولس د پوځ د اهدافو ملاتړ کوي او که نه؟
مولانا فضل الرحمان

د خیبر پښتونخوا سینییر وزیر محمد عاطف خان د جنورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت به د حیات خان د دعوو پلټنې کوي او ککړ کسان به د قانون منګولو ته سپاري.

د جنورۍ پر ۱۹مه په ساهیوال کې د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې سرتېرو پر یوه ګاډي ډزې وکړې چې پکې د یوې ماشومې په ګډون د هغې مور و پلار او یو بل کس ووژل شول.

پولیسو وویل چې په ګاډي کې ترهګر ناست وو خو ابتدايي پلټنو د هغوی ادعا ناسمه بللې.

مولانا فضل الرحمان اندېښنه وښوده چې په پاکستان کې ۱۸م اییني ترمیم له ګواښ سره مخامخ دی.

ده وویل، د ۱۸م اییني ترمیم، د مذهب سپکاوي د مجازاتو قانون او د دیني مدرسو خوندیتوب لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

مولانا فضل الرحمان د اپوزیشن لومړی سیاستوال نه دی چې دا خبره کوي. تر دې مخکې د پیپلز او مسلم لیګ (ن) په ګډون یو شمېر ګوندونو اندېښنه ښودلې ده چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د هېواد په اساسي قانون کې د ۱۸م بدلون د ختمولو هڅه کوي.

حکومت دا اوازې بې بنسټه بللې دي.

خو ورسره که حکومت د دې ترمیم د ختمولو هڅه هم کوي نو باید بل اییني بدلون له قامي اسمبلۍ او سېنېټه منظور کړي چې لوی اکثریت ته اړتیا لري او ښايي دا کار ونشي کړای ځکه چې د پارلېمان په دواړو جرګو کې مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د اپوزیشن پر څوکیو ګڼ غړي لري.

د پاکستان په ایین کې ۱۸م ترمیم په ۲۰۱۰ز کال کې شوی وو چې ورسره سم، د هېواد صوبو واک پراخه شو.

د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر په خپله وینا کې پر نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې. مولانا فضل الرحمان وویل، ګوند به یې د مدرسو د رجسټرولو نویو پلانونو مخالفت کوي.

د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت ویلي چې د دیني مدرسو د ثبتولو هڅې کوي.

د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر وویل، د قبایلي سیمو خلکو د ناامنیو او پوځي عملیاتو له کبله کورونه پرېښودل، تاوانونه یې وګالل او پوځ ته یې سیمه ورپرېښوده.

ده وویل: "په دې هر څه کې پوځ خپل تزویراتي یا ستراتیژیک مقاصد لرل، پوځ دې خپل مقاصد ولس ته وښيي، بیا به پته ولګي چې ولس د پوځ د اهدافو ملاتړ کوي او که نه؟"

د پاکستان پوځ وايي، په قبایلو کې یې د عملیاتو موخه امنیت ټینګول ول. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال اصف غفور د جنورۍ پر ۲۷مه په شمالي وزیرستان کې خبریالانو ته په وینا کې دعوه وکړه چې د پوځي عملیاتو له کبله یې سیمې له وسله والو پاکې کړې دي او خلک اوس ژوند او کاروبار په سوله ییز ډول پرمخ وړي.

مولانا فضل الرحمان په خپله وینا کې زیاته کړه چې د ډېره اسماعیل د جلسې په څېر نورې غونډې هم کوي.

جلسې ته زرګونه کسان ورغلي ول او د امنیت لپاره یې هم ګڼ پولیسان ځای پر ځای ول.

XS
SM
MD
LG