د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فلېپين کې غبرګې چاودنې، ۲۱ وژل شوي ۷۱ ژوبل دي


د جنورۍ پر ۲۷مه، د فلېپين د جنوبي ټاپو جولو په يوه کليسا کې د عبادت پر مهال دوو بمي چاودنو لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي او ۷۱ تنه نور ټپيان کړي دي.

په سيمه کې د پوځ يوه وياند جيري بيسانا د یکشنبې پر ورځ وويل، لومړۍ چاودنه په کليسا کې د ګڼې ګوڼې په وخت کې وشوه.

دغه چارواکی وايي، دوهمه چاودنه له کلیسا د باندې د ګاډو په پارکېنګ کې هغه مهال وشوه چې امنیتي سرتېرو د لومړۍ چاودنې نه پس د کلیسا لوري ته مخه وکړه.

جولو ښارګوټی د سرښار منیلا نه تقریباً ١٠٠٠ کيلوميټره لرې پروت دی.

په سم لاسي ډول چا د بریدونو مسوولیت نه دی قبول کړی.

په جولو ټاپو کې له اوږدې مودې راهيسې د تاوتريخوالي پېښې رامنځ ته کېږي چې ذمه واري یې د ابوسياف په وسلو والو اچوال کیږي. امريکا او فلېپين د ابوسياف ډله يو ترهګر تنظیم ګرځولی دى.

د پوځ ویاند جیري بیسانا وايي، دا په ښکاره د ترهګرۍ پېښه ده او تر شا یې هغه خلک دي چې نه غواړي دغلته امنیت وي.

XS
SM
MD
LG