د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيسور د ماشوم حيات خان وزير پلار خوشي شو


ماشوم حيات خان وزير له منظور پښتين سره
ماشوم حيات خان وزير له منظور پښتين سره

د شمالي وزيرستان د خيسور سيمې د ماشوم حيات خان وزير پلار جلات خان نن [د جنورۍ پر ۲۶مه] خوشي شو.

په خيسور کې د وزيرو يوې وړې جرګې نن د حيات خان د هغو ادعاوو پر سر بحث وکړ چې نوموړي پاکستاني پوځيان د دوی کور ته پر بې پوښتنې ننوتلو او هلته پر بېلا بېلو غوښتنو کولو تورن کړي ول. وروسته جرګې د شمالي وزيرستان له انتظامي او پوځي چارواکو سره هم په دې لړ کې وليدل.

انتظامي چارواکو مشال راډيو ته وويل چې جلات خان د جرګې پر غوښتنه خوشي شو او جرګې ته وسپارل شو خو د پېښې په اړه به پلټنې په راتلونکو ورځو کې کوي.

پر حيات خان سربېره د جنورۍ پر ۲۵مه په خيسور کې د هغه مور يوې ولسي غونډې ته وويل چې ((خاوند او زوی نه غواړي خو عزت دې يې خوندې کړل شي.))

د ملک ربنواز په مشرۍ شوې دې جرګې انتظاميې ته ويلي چې د رواج تر مخه د ماشوم او ښځې خبرې د ګواهۍ لپاره د منلو وړ نه دي. جرګې ويلي چې د پلټنو په نتيجه کې که پوځيان ملامت شول نو له رواج سره سم به هغوی ته د سزا غوښتنه کوي او پېښه دروغجنه وه نو د حيات ويډيو او د دې پېښې رابرسېره کوونکو او ويډيو جوړونکيو څخه به له رواج سره سم پوښتنه کېږي.

د خيسور د پېښې رابرسېره کوونکي ځوانان عيدالرحمان او يحيا خان او د اغېزمنې کورنۍ ماشوم حيات خان هم جرګې ته ورغلي ول. د جرګې تر ختمېدو وروسته عيدالرحمان او يحيا خان پر ټولنيزو رسنيو ويډيو خپره کړه چې وايي، کله چې دوی دغې جرګې ته د خيسور د پېښې په اړه حقايق ويل پېل کړل نو ورباندې سخت تشدد وکړل شو او تر دوو ګنټو په يوه کوټه کې بند کړل شول. دوی تور پورې کوي چې د وزيرو د ملکانو دغه جرګه د خيسور د پېښې د خاموشه کولو هڅه کوي او پر اغېزمنې کورنۍ فشار راوړي چې له خپل دريځه واوړي.

پر دې سربېره يوشمېر نور ځايي استوګن او مشران د وزيرو په نوم وربلل شوې دغه جرګه د سرکار استازي ګڼي. خو د دې جرګې ځېنو ملکانو بيا د خيسور پېښه يو پروپاګند بللې او پر دروغو ولاړه دسيسه بللې ده.

د خيسور پر پېښه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هم تاوده بحثونه شوي او د وزيرستان او قبايلي سيمو منتخب استازو د پېښې د پلټنو لپاره د يوې بارلماني کمېټۍ جوړولو غوښتنه کړې ده. بلخوا پښتون ژغورنې غورځنګ هم د پېښې تر رامنځ ته کېدو وروسته د جنورۍ پر ۲۰مه د يوې قافلې په بڼه خيسور ته لاړل او هلته يې ولسي غونډه وکړه. پر دې سربېره دوی د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم کړي او غوښتنه کوي چې د پېښې بې پرې پلټنې دې وشي او عاملينو ته دې سزا ورکړل شي.

د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت سينيېر وزير محمد عاطف خان د جنورۍ پر ۲۴مه پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د دوی حکومت به داسې لار را وباسي چې په دغه پېښه کې له اغېزمنې کورنۍ سره مرسته او ذمه وار کسان سزا کړل شي.

XS
SM
MD
LG