ټاکل شوې چې د امريکا د بهرنیو چارو وزير مايک پومپيو له ملګرو ملتونو وغواړي چې د وينزويلا سیاسي مخالف وېن ګوايډو د منځمهاله ولسمشر په توګه ومني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۵مه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې پومپیو به دا غوښتنه د جنورۍ پر ۲۶مه په غونډه کې وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۵ غړیو ترمنځ دا غونډه د امريکا او په سيمه کې د یو شمېر نورو هیوادونو پر غوښتنه جوړېږي.
دوی ګوايډو د وينزويلا د مشر په توګه ومانه او له ولسمشر نيکولاس مادرو يې وغوښتل چې له خپلې دندې لیری شي.
پر مادرو له بشري حقونو د سرغړونې او د وينزويلا د اقتصاد خرابولو تورونه دي.
د ملګرو ملتونو دا غوښتنه به د روسیې له مخالفت سره مخامخ شي چې له مادرو سره یې ملاتړ څرګند کړی دی.