د لاسرسي ځای

تازه خبر

له عالمزېب مسود سره مو قانوني مرسته کړې ده: سيند حکومت


عالمزېب مسود
عالمزېب مسود

پراګ - پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، تر غوښتنو منل کېدو به د کراچۍ په سهراب ګوټ کې احتجاج ته دوام ورکوي خو سیند حکومت وايي، د احتجاج نور جواز نه لري.

د پاکستان د سيند صوبې حکومت وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر احتجاجي ناستې وروسته يې د نیول شوي فعال عالمزېب مسود درک لګولی او قانوني مرسته يې هم ورسره کړې ده.

د جنورۍ پر ۲۵مه مشال راډیو ته د سیند صوبې د جېلونو وزیر سید ناصر حسېن شاه وویل چې غورځنګ له ژمنې سره سمه خپله احتجاجي ناسته ختمه کړې وه خو اوس يې بیا په احتجاج لاس پورې کړی دی.

" د عالمزېب مسود کېس په عدالت کې دی،هلته له هغه سره قانوني مرسته کوو. زموږ د وکیلانو یوه جرګه له هغه سره همکاري کوي. موږ ته او د صوبې وزیر اعلا ته د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو لارښوونه کړې ده چې د غورځنګ پلویان به نه تنګول کېږي او موږ انتظاميې ته ویلي دي چې له دوی سره دې د احتجاجي ناستې ختمولو لپاره مذاکرات وکړي."

بلخوا په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ نورالله ترین ویلي، سیند حکومت له دوی سره کړې ژمنې نه دې پوره کړي. نوموړي نن [د جنورۍ پر ۲۶مه] مشال راډیو ته ویلي چې صوبايي حکومت دوه ګونې لوبه ورسره کوي او اوس هم يو خوا د غورځنګ غړي نيسي او بيا يې د احسان په توګه بېرته خوشي کوي.

د نووړي په وينا صوبايي حکومت د ریاستي ادارو پر وړاندې بیوسه دی او د دوی د غوښتنو منلو لپاره هېڅ هم نه شي کولای.

ترين غوښتنه کوي چې حکومت دې د عالزېب مسود پر ضد درج کړی اېف ای ار يا د لومړيو معلوماتو رپورټ بېرته واخلي او هغه دې خوشي کړي.

بشپړه راپور د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG