د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت لا هم دوام لري


کراچۍ کې د پي ټي اېم د مظاهرې پخوانی تصویر.
کراچۍ کې د پي ټي اېم د مظاهرې پخوانی تصویر.

پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جنورۍ له ۲۴ مې راهسې پرلت وهلی دی.

په پرلت کې د پي ټي ایم کراچۍ څانګې ګڼ غړي او پلویان برخه لري.

د غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین نن[د جنورۍ پر ۲۵مه] مشال راډیو ته وویل، د خپل ملګري عالمزیب مسود د خوشې کولو ترڅنګ د پنځه غوښتنو د پوره کولو لپاره یې احتجاجي ناسته پيل کړې.

"زموږ پنځه غوښتنې دي اول دا چې له دوهم نومبره تر اوسه د غورځنګ په غړیو پنځه پرچې لیکل شوي دي هغه دې ختمې کړل شي. عالمزېب مسود دې خوشي شي. د خیسور په پېښه کې دې حیات ته انصاف ورکړل شي. زموږ درې نور ملګري د کراچۍ پولیسو نیولي دي هغه دې خوشې شي او په کراچۍ کې د تجاویزاتو د ختمولو په بهانه پښتنو کاروباریانو ته اوښتونکو زیانونو مخه دې ونیول شي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ نور الله ترین د کراچۍ درنې په باب غږېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د غورځنګ فعال عالمزیب محسود د جنورۍ پر۲۱ مه د کراچۍ پولیسو نیولی دی.

له دې یوه ورځ وړاندې د هغه په ګډون د غورځنګ په ۱۶ کسانو په سهراب ګوټ تاڼه کې مقدمه لیکل شوې وه.

مسود د جنورۍ پر۲۲ مه عدالته ته وړاندې شو چې عدالت نوموړی په څلور ورځني ریمانډ پولیسو ته ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG