د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې تړل شوي حکومتي ادارې بیا پرانیستل شوې


د امريکا د کانګرېس ودانۍ کېپيټل هيل
د امريکا د کانګرېس ودانۍ کېپيټل هيل

پراګ - د امریکا د استازو جرګې او سېنېټ په یوه خله د یو قانون له منظورۍ سره په جزوي توګه تړل شوي حکومتي ادارې بیا پرانيستې دي.

د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل تر ټولو اوږدې مودې [۳۵ ورځو] پورې امریکايي حکومت په جزوي توګه تړل شوی و او د مرکزي حکومت اته لکه کارکوونکي اغېزمن شوي ول.

د جنورۍ پر ۲۵مه د کانګرس د دواړو خونو غړو یو داسې قانون منظور کړ چې تړل شویو حکومتي ادارو ته به د فبرورۍ تر ۱۵مې مالي پنګې ورکول کېږي.

ولسمشر ټرمپ دا قانون لاسلیک کړی خو په دې کې د هغه لخوا د تجویز شوي جنوبي دېوال لپاره د مالي پنګو ورکولو څه نه دې ویل شوي.

نوموړي ویلي، "که چیرې کانګرېس ورسره پاکه معامله ونکړه نو کېدای شي حکومت د فبرورۍ پر ۱۵مه به بیا حکومت وتړي او یا به هغه د بیړني حالت د هوارولو لپاره اساسي قانون کې له ورکړل شوي واک نه کار اخلي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د حکومت ځينې برخې وروسته له هغې وتړل شوې چې کله په کانګریس کې ډیموکراټانو د مېکسیکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د شاوخوا شپږ اربه ډالره غوښتنه ونه منله.

د ډیموکراټ ګوند غړي دا د پیسو ضیاع بولي او پر ولسمشر ټرمپ تورونه لګوي چې د مهاجرت په اړه په اندېښنو کې مبالغه کوي چې د ریپیبلکن ګوند ملاتړ حاصل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG