د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیړني حالت اعلانولو ته تیار یم: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.

پراک- د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر۱۰مه له مېکسیکو سره پولې ته د تګ پر مهال د دیوال جوړولو لپاره د دلیلونو ورکولو پر وخت وویل چې بیړنی حالت اعلانولو ته تیار دی.

ولسمشر ټرمپ په ټيکساس ریاست کې له مېکسیکو سره سرحد لرونکي ښارګوتي میک ایلین ته پرونی سفر په داسې مهال وکړ چې د جنورۍ پر۱۰مه د امریکا د حکومت ځینې برخې په ۲۰مه ورځ هم تړلې پرتې وې.

په دې سره شاوخوا اته لکه فیډرالي کارکوونکي د تنخوا بغیر کار کوي او یا بیا کار ته نه ورځي.

د امریکا د حکومت ځينې برخې وروسته له هغې وتړل شوې چې کله په کانګریس کې ډیموکراټانو د دغه دیوال جوړولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د شاوخوا شپږ اربه ډالره غوښتنه ونه منله.

د ډیموکرېټ ګوند غړي دا د پیسو ضیاع بولي او پر ولسمشر ټرمپ تورونه لګوي چې د مهاجرت په اړه په اندېښنو کې مبالغه کوي چې د ریپیبلکن ګوند ملاتړ حاصل کړي.

د دورې پر مهال ولسمشر ټرمپ دعوی وکړه چې هلته د جرمونو او مخدره موادو بحران دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG