د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پخوانی ولسمشر یانوکووېچ د غدارۍ په تور مجرم بلل شوی


د اوکراین پخوانی ولسمشر ویکټور یانوکووېچ.
د اوکراین پخوانی ولسمشر ویکټور یانوکووېچ.

یوه اوکرایني عدالت پخوانی ولسمشر وېکتور یانوکووېچ له هېواد سره د غدارۍ په تور مجرم بللی او ورته یې په ۲۰۱۴ز کال کې د غرب پلوه پاڅون ځپلو پر هڅو په غیاب کې د ۱۳ کلونو د بند سزا اورولې.

عدالت د جنورۍ پر ۲۴مه نوموړی، د اوکراین پر ضد په سخته جګړه کې د ککړتیا مجرم هم وباله خو د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د سرغړونو د ارادي اقداماتو له توره یې سپین کړ.

د ۲۰۱۴ز کال په فبرورۍ کې د میدان په نوم د حکومت ضد مظاهرو په نتیجه کې یانوکووېچ له دندې ګوښه شو.

هغه مظاهرې تر هغې وروسته پیل شوې چې نوموړي له اروپايي ټولنې سره د نېږدې اړیکو د موافقې پلانونه فسخه کړل او ویې ویل چې له مسکو سره تعلقات پراخوي.

د مظاهرو پر مهال له امنیتي سرتېرو سره په نښتو کې له ۱۰۰ زیات کسان ووژل او ۲،۵۰۰ ژوبل شول.

یانوکووېچ له دندې تر لرې کېدو وروسته روسیې ته وتښتېد او پر ځای لګېدلي ټول تورونه یې رد کړي.

د نوموړي د دفاعي وکیلانو ډلې ویلي دي چې د عدالتي فیصلې ضد غوښتنلیک دایروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG