د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د وزیرستانيو کډوالو د ستنېدو لړۍ پیلېږي


د وزیرستاني کډوالو ستنېدل لرۍ. بخواني عکس.
د وزیرستاني کډوالو ستنېدل لرۍ. بخواني عکس.

پاکستاني چارواکي وايي، په افغانستان کې د دېره شمالي وزيرستان کډوالو د ستنېدو څلورمه لړۍ ډېره ژر پيلوي.

د شمالي وزيرستان د غلام خان تحصيلدار غني الرحمان د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وويل چې کډوال کولای شي د خوست په ګلان کیمپ کې د نومليکنې فارمونه ډک کړي.

غني الرحمان په افغانستان کې ميشت وزيرستاني کډوالو ته خواست وکړ چې دغه فارمونه ژر تر ژره ډک کړي او دوی ته يې ولېږي چې دا شان د ستنېدو عمل يې پېل شي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ م کال د مشکوکه وسله والو پرضد د ضرب عضب پوځي عملياتو له کبله شاوخوا ۱۰ لکه خلک کډوال شوي ول چې ځينې پکې افغانستان ته هم تللي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG