د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهګرۍ مخنیوي اداره د ساهیوال پېښې ذمه واره ده'


د ساهیوال پېښه کې پر وژل شویو د کورنۍ غړي ویر کوي. ۱۹ جنوري ۲۰۱۹
د ساهیوال پېښه کې پر وژل شویو د کورنۍ غړي ویر کوي. ۱۹ جنوري ۲۰۱۹

د پنجاب د ساهيوال پېښې په اړه ګډې تحقيقاتي ډلې په خپل ابتدايي راپور کې ويلي دي چې د خالي ورځې په دغه پېښه کې د وژل شوي محمد خليل او د هغه د کورنۍ له ترهګرۍ سره د تړاو درلودو هېڅ ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي.

په سېشنبه د پنجاب د وزيراعلا په مشرۍ تر غونډې وروسته په لاهور کې خبري غونډې ته په خپله وينا کې د دې صوبې د قانون وزير راجه بشارت وويل چې د ساهيوال پيښې په اړه ګډې تحقيقاتي ډلې په خپل راپور کې ويلي دي چې د خالي پر ور ځ د وژل شوي محمد خليل او د ده د کورنۍ د قتل زمه واري د ترهګرۍ مخنيوي څانګې پر چارواکو راځي او د دوی پرضد

د قانوني کاروايي کولو پريکړه شوې: ''د ګډې تحقيقاتي ډلې د راپور په رڼه کې د پنجاب ايډيشنل ای جي اپريشنز، ايډيشنل ای جي سي ټي ډي، ډي ای جي سي ټي ډي، ايس ايس پي سي ټي ډي او ډي ايس پي سي ټي ډي ساهيوال خلاف د کاروايي کولو پريکړه شوې او دا چارواکي معطل کړل شوي.''

په پېښور کې د قانوني چارو پو او مدني فعال شهاب خټک وايي مسله دا ده چې د ګډې تحقيقاتي ډلې په راپور عملدرامد نه کيږي. نوموړي پرون مشال رېډيو ته وويل چې يو کال مخکې د کراچۍ د پخواني پوليس افسر راو انوار لخوا د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب مسيد د وژنې په اړه د څو ګډو تحقيقاتي ډلو راپورونه راغلل خو تر دې دمه پرې عملدرامد نه دی شوی.

خو په سېشنبه له مشال راډيو سره په خبرو کې د پېښور پوليسو پخواني مشر ملک نويد بيا وويل چې د ګډې تحقيقاټي ډلې راپور په مقدمه کې مرسته کوي او همدغه وجه ده چې دا وخت د نقيب مسيد په وژنه د تورن پخواني پوليس چارواکي راو انور پرضد مقدمه هم د ګډې پلټنېزې ډلې د راپور په بنياد روانه ده.

ياده دې وي چې د پوليسو د ترهګرۍ مخنيوي څانګې کارکونکو د جنورۍ په ۱۹ په ساهيوال کې پر يوګاډي ډزو کې ذيشان جاويد، محمد خليل، د هغه ښځه او ديارلس کلنه لور ووژل او درې ماشومان یې ژوبل کړل. چارواکو ويلي وو چې ذيشان له داعش وسلوالې ډلې سره تړاو درلودو.

د دې پېښې پرضد د پاکستان په مختلفو برخو کې مظاهرې ترسره شوې او د پاکستاني وزيراعظم او اپوزيشن مشرانو په ګډون ډېر خلکو د دې پيښې غندنه وکړه. د پنجاب وزيراعلا د پيښې پلټنو لپاره يوه ګډه پلټنيزه ډله جوړه کړه او دې ډلې له ژمنې سره سم پرون ناوخته شا و خوا ۷۲ ساعته پس خپل ابتدايي راپور وړاندې کړ.

XS
SM
MD
LG