د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له بشري حقونو سرغړونې پېښې او د مدني ټولنو رول


په کراچۍ کې په ۲۲ اپرېل ۲۰۱۷ز کې د مشال خان په حق کې مدني ټولنو فعالان مظاهره کوي.
په کراچۍ کې په ۲۲ اپرېل ۲۰۱۷ز کې د مشال خان په حق کې مدني ټولنو فعالان مظاهره کوي.

پراګ ـ د پاکستان لپاره د بشري حقونو کمیشن چارواکي وایي په هغه هیواد کې د مدني ټولنو ګړندي رول حکومت د بشري حقونو لپاره په یو شمېر اقداماتو کولو مجبور کړی دی.

د پاکستان لپاره د بشري حقونو د خیبر پښتونخوا کونسل غړی شیر محمد خان وایي د مدني ټولنو فشار حکومت د ځینو پیښو په اړه دریځ بدلولو او پلټنو کولو ته اړ کړی دی.

"د ساهیوال په پېښه د نورو مدني ټولنو ترڅنګ د پښتونخوا او پنجاب وکیلانو احتجاج وکړ، کله چې ټولې مدني ټولنې په یوه موضوع رایوځای شي او یو دریځ خپل کړي نو خامخا اغېز پرېباسي."

په پاکستان کې پر کیدونکو پولیس مقابلو د بشري حقونو تنظیمونو تل نیوکې کړي دي. په دغه هېواد کې د بشري حقونو سازمان د شمیرو له مخې په ۱۶-۲۰۱۵ م کلونو کې ۲۰۴۲ کسان په پولیس مقابلو کې وژل شوي و. په ۲۰۱۸ م کال په کراچۍ کې د نقیب مسود تر وژنې او د مدني ټولنو د سختو احتجاجونو وروسته په پولیس مقابلو کې څرګند کمی راغلو او په همدغه کال د وژل شویو شمېر ۸۱ ته ټیټ شو.

د بشري حقونو فعال او څیړونکې ډاکتر توصیف احمد خان وایي په پاکستان کې د بشري حقونو ټولنو په وده کې ټولنېزې رسنۍ ګټور رول ترسره کوي، همدا رازپه هاغه هیواد کې د عاصمه جهانګیر، ای اې رحمان او نورو مدني فعالانو هڅو او قربانیو حکومت ځینې ګامونو اخیستو ته اړ کړ.

"په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره د کار په برخه کې ډېر بدلون راغلی دی. چې کله هم له بشري حقونو د سرغړونېپیښه وشي، د بشري حقونونو نړیوال کمیشن، د بخښنې نړیوال سازمان او د پاکستان دننه د بشري حقونو تنظیمونه یې په ضد غږ اوچت کړي.د ورکو خلکو لپارهایچ ار سي پي پرله پسې کمپین وچلولو او حکومت مجبور شو چې ځینې ورک خلک خوشی کړي. حکومت په یوشمېر برخو کې قانون سازي هم کړې او د بشري حقونو د څار کمیشن یې جوړ کړی."

ډاکتر توصیف زیاته کړه که د مشال وژنه وه یا د نقیب مسود او یا هم د ساهیوال او یا نورې پیښې ـ د بشري حقونو ګوندونو پرې منظم غږ اوچت کړی دی او ښې نتیجې یې راوړي دي. خو شېر مامد خان وایي د مدني ټولنو له فشار وروسته حکومت خو پلټنیزه ډله جوړه کړي خو د هغې راپور بیا مخ نه راوړل کیږي.

"تراوسه چې د بشري حقونو د سرغړونې د پېښو لپاره حکومت څومره هم کمیشنونه جوړ کړي دي، د یو نتیجه هم مخې ته نه ده راغلې."

د شیر محمد خان په خبره که د بشري حقونو تنظیمونه او مدنې ټولنې نور هم متحد شي نو هغه ورځ لیرې نه ده چې د انصاف ټولې تقاضې پوره شي او له بشري حقونو څخه د سرغړونې کېسونه منطقي انجام ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG