د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم د ساهیوال د وژنو پلټنو امر کړی


عمران خان وايي، د ساهیوال پېښې ټکان ورکړی دی
عمران خان وايي، د ساهیوال پېښې ټکان ورکړی دی

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ساهیوال د وژنو د پېښې پلټنو امر کړی دی او ژمنه یې کړې چې د ککړو کسانو ضد به سمدستي کارروايي کوي.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۰مه پر ټوېټر پاڼه په بیان کې ویلي دي چې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه لاسته راوړنې لري، خو هېڅوک له قانونه پورته نه وي.

د جنورۍ پر ۱۹مه، د پنجاب پولیسو وویل چې د ترهګرۍ ضد څانګې کارکوونکو په ساهیوال کې په یوه نښته کې څلور مشکوک وسله وال وژلي چې پکې د یوې کورنۍ درې کسان شامل ول.

خو تر پېښې وروسته د هغې کورنۍ یوه ماشوم پر ټولنیزو رسنیو ویډیو خپره کړه چې پکې یې وویل چې پولیسو یې مور و پلار او خور وژلي چې وسله وال نه ول.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د پنجاب اعلا وزیر په امر، په مشکوکه پولیس مقابله کې ککړ کارکوونکي نیول شوي دي.

هلته ډان ورځپاڼه وايي چې په ساهیوال کې د وژل شویو کسانو کورنۍ د پېښې ضد احتجاجي ناسته پیل کړې ده.

د پاکستان وزیراعظم پر ټوېټر په بیان کې ژمنه کړې ده چې حکومت به د کورنۍ د پاتې ماشومانو پالنه کوي.

عمران خان ویلي دي چې د وژنو پېښې ټکان یا صدمه وررسولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG