د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د سویس په داووس کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل، متحده ایالات او روسیه د سړې جګړې پر لور د تګ سیالي نهکوي، خو دا هلې ځلې روانې دي چې له روسیې سره د مخامخېدو خطر راکم کړو.
مایک پامپیو پرون له امریکا څخه د وېډیو له لارې د داووس نړیوالې اقتصادي غونډې ته وویل، کرملېن دې ته اړتیا لري چې خپل لید لوری او چلند بدل کړي او د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره له مسکو سره خبرې پهکار دي.
په داووس کې نړیواله اقتصادي غونډه پرون پرانیستل شوه او د جمعې تر ورځې به دوام وکړي.