د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو: په افغانستان کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی


ناټو په افغانستان کې د یو امریکايي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا سرتېری د سېشنبې په ورځ د مخالفو وسله‌والو له‌خوا د سپکې وسلې د ډزو په نتیجه کې وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې د پېښې د دقیق ځای په اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي، خو په ارزګان کې د ازادي راډیو خبریال د دې ولایت د یوې حکومتي سرچینې په حواله وايي، د سې شنبې په ورځ په‌دې ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې یو افغان سرتیری او دوه بهرني ټپيان شوي دي.

دې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دا عملیات د ارزګان د مرکز ترینکوټ اړوند سیمه کې ترسره شوي چې او دا سرتېري په چاودنه او د طالبانو په ډزو کې ټپي شوې ده.

دا په نوې میلادي کال کې دوهم امریکايي سرتیری دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG