د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنورۍ پر۲۲مه په مسکو کې د جاپان له وزير اعظم شینزو ابې سره د کوریل د لانجمنو ټاپوګانو په اړه خبرې کوي.
دې څلورو لانجمنو ټاپوګانو د دواړو هېوادونو لخوا د سولې د هغه تړون لاسلیک له خنډ سره مخامخ کړی چې دويمه نړیواله جګړه په رسمي توګه پای ته رسوي.
د کريملېن ویاند ديمیتري پسکوف د جنورۍ پر ۲۱مه وویل، روسیه او جاپان یو هم نه غواړي چې له خپلو ملي ګټو تېر شي.
هغه زیاته کړه چې خبرې په لومړي پړاو کې دي او نتیجه یې ښايي د دواړو خواوو لپاره یو شان وي.
پسکوف د جاپاني رسنیو د هغو راپورونو په اړه له تبصرې ډډه وکړه چې د ناڅرګندو چارواکو له قوله ورکړل شوي دي او وايي، که مسکو له دې لانجمنو ټاپوګانو څخه دوه جاپان ته ورکړي، نو ښاغلی ابې به له روسیې سره د سولې تړون لاسلیک کړي.
کوریل ټاپوګان چې په ارام سمندر کې پراته دي د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د دويمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې ونيول.