د لاسرسي ځای

تازه خبر

کریمیا: په دوو کښتیو کې د اور لګېدو پېښې ۱۴تنه وژلي


کریمیا کې د اور لګېدو پېښه
کریمیا کې د اور لګېدو پېښه

روسي چارواکي وایي، د جنورۍ پر۲۱مه د کرایمیا په ساحلي سیمو کې په دوو تجارتي کښتیو کې چې د تنزانیا بیرغونه پر لګېدلي وو، د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د روس د بحري ټرانسپورټ د مرکزي ادارې ویاند الېکسې کراوخینکو وویل چې د کښتیو د عملې ۱۲ تنه ژغورل شوي دي او پنځه نور لادرکه دي.

هغه زیاته کړه اور هغه مهال ولګېد چې کيرچ ته نېږدې له یوې کښتۍ نه تېل بلې کښتۍ ته اړول کېدل.

روسي خبري ادارې وایي اور له یوې کښتۍ نه بلې ته ولګېد چې ځینو کسانو د ځاڼ ژغورلو په خاطر اوبو ته دانګلي.

د روس د ټرانسپورت وزارت ویلي چې د دواړو کښتیو د عملې شمېر ۳۱ و چې پکې د هند او ترکيې کسان هم وو.

کيرچ د روس او اوکراین ترمنځ د تناو ښکار هغه تنګه ساحلي سیمه ده چې ازوف سمندرګی له تور سمندرګي سره تړي.

په تېر نومبر میاشت کې روسي امنیتي عسکرو له کيرچ سره نېږدې د اوکراین پر دریو کښتیو ډزې وکړې او وروسته یې په خپله قبضه کې واخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG