د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي شاپینګ سېنټر اور لګېدو ۶۴ تنه وژلي


روسیه:  د سایبیریا کېمېرو ښار په یوه شاپینګ سېنټر کې اور لګېدلی
روسیه:  د سایبیریا کېمېرو ښار په یوه شاپینګ سېنټر کې اور لګېدلی

روسيو چارواکیو د سایبیریا په یوه شاپنګ سېنټر کې د اور لګېدو پېښه کې د لږ تر لږه ۶۴ کسانو وژنه تایید کړې او وايي چې په دغه پېښه کې ګڼ نور ژوبل شوي هم دي. د اور لګیدو دا پېښه پرون ناوخته مخې ته راغلې وه او داسې وېره لیدل کېږي چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېره به زیاته شي.

د سایبیریا د کېمېرو ښار د بیړنیو چارو مرستیال وزیر وايي په هغې ودانۍ کې چې اور لګیدلی و د ورکو خلکو لټون روان دی او د لټون پر مهال د نورو کسانو جسدونه هم موندل شوي دي.

سرکاري خبري اژانس تاس د بیړنیو چارو د وزارت په حواله نن خبر ورکړ چې تر اوسه د ۱۰ کسانو برخلیک معلوم نه دی، تر دې وړاندې د ۶۴ کسانو په اړه ویل شوي وو چې په اړه یې معلومات نه شته.

په سمدستي ډول معلومه شوې نه ده چې د اورلګېدو علت څه وو؟ چارواکیو د دې پېښې جنايي پلټنې پیل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG