د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مېکسیکو د مړیو شمېر ۹۱ ته ورسېد


په هيدالګو کې د تېلو نلليکې چاودېدو ځای.
په هيدالګو کې د تېلو نلليکې چاودېدو ځای.

د مېکسيکو لوی څارنوال ویلي چې د تېرې اوونۍ د ګېس پایپ لاین د چاودنې پلټنې یې پېل کړي دي چې پکې به د چارواکو ممکنه غفلت ته هم ګوري.

په دغه پېښه کې ۹۱ کسان وژل شوي وو.

دا لا نه ده معلومه چې د جنورۍ پر ۱۸مه دغه پېښه څنګه مخې ته راغله خو چاودنه له مېکسيکو ښاره ۸۵ کلومیټره لرې شمال اړخ ته په تلاهولیپن سیمه کې هغه وخت وشوه چې کله خلکو د یو غېر قانوني سوري شوي پایپ لاین څخه تېل وړل.

لوی څارنوال الېجېندرو ګيرټز مانېرو د جنورۍ پر ۲۱ وویل پلټونکي د دې معلومولو هڅه کوي چې دغه پایپ لاین ځایي خلکو مات کړی و او یا که د کومو جنایي ډلو کار وو.

د هډالګو صوبې ګورنر عمر فیاد پرون وويل د پېښې د وژل شوو شمېر ۹۱ ته رسېدلی او تر ۵۲ نور په روغتون کې دي چې د ډېرو حالت لا هم ښه نه دی.

XS
SM
MD
LG